کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کورنیو چارو وزارت مسوولینو نن یکشنبې د غوايي ۳۰ مه اعلان کړی دی، چې د افغانستان څخه یو پلاوی د اوزبیکستان په رسمي بلنه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په علمي سمینار کې ګډون کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ګډ پلاوي په جوړښت کې د دغه رياست يو شمېر رييسان ګډون لري، چې هلته به د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست په علمي سيمينار کې به ګډون وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment