کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري فضل الله دیوبند ویلي، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د ناروې کمطټې له خوا څو ټولګټې کرنیزې پروژې پلې کېږي.
د پنجشېر ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریيس وويل، چې د دغو پروژو کار د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې له لارې د فائو نړيوال سازمان په مالي مرسته د دره، پيريان، حصه اول، آبشار په ولسواليو کې پيل شوې دي.
هغه څرګنده کړه، په دغو پروژو کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېش، د یوریا کیمیاوي سرې وېش، د غنمو د کرلو او ټولولو په برخه کې بزګرانو ته روزنه او د پیسو په بدل کې د کار کولو پروژې شاملې دي.
د پیغام پای/
Your Comment