AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰ ۱۱:۰۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85481899
T T
۰ Persons

Tags

سېلاب ځپلي مشاومان له سختو ستونزو سره مخ دي

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، افغانستان کې سېلاب ځپلي ماشومان له سختو ستونزو سره مخ او مصیبتونه زغمي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوولینو نن یکشنبې د غوايي ۳۰ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: غور ولایت کې د سختو سېلابونو له امله ګڼو ماشومانو او نورو خلکو ته زیانونه رسېدلی او دغه راز تر ۱۰۰۰ زیات د استوګنې کورونه نړېدلي دي.

د یونیسف مسوولینو ویلي: د افغانستان ماشومان سخت مصبتونه زغمي، موږ ټولو قربانیانو ته تسلیت وایو.

دې ادارې اعلان کړی چې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ لپاره د مرستو راټولولو لپاره هلې ځلې کوي.

د ایرنا د راپور له مخې په غور ولایت کې د جمعې په ورځ د غوايي ۲۸ مه د سېلابونو له امله ۸۰ تنه مړه شوي او ګڼ نور لا هم ورک دي.

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې وویل: د وروستیو سېلابونو له امله د استوګنې شپږ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .