AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰ ۱۱:۰۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85481893
T T
۰ Persons

Tags

جوزجان ولایت کې د دریو ښوونځیو ودانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت جوزجان ولایت کې د دریو ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت مسوولینو نن یکشنبې د غوايي ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې جوزجان ولایت کې د ۱۰ میلیون افغانیو څخه په زیات لګښت د دریو ښوونځیو ودانې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال عبدالخالق صادق د دغه ښوونځیو د سپارل کېدو په مراسمو کې د دیني او عصري علومو پر اهمیت ټینګار وکړ، او د مدرسو او ښوونځیو جوړول یې صدقه جاریه وبلله.

خبرپاڼه زیاتوي: د شهید محمد نبي ثانوي لېسه ۵ ټولګي، ۲ اداري څانګې لري چې له ټولو زده کړیزو اسانتیاوې برخمنې او د دې ودانۍ په جوړولو دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د سیمې د خلکو له خوا ورکړل شوی دی.

د اقچه ښار د نسوان عالي لېسه چې د پوهنې په برخه کې د یوې مؤسسې په مالي مرسته جوړه شوې، ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري څانګې په ټولو اړینو وسایلو او لمریزې برېښنا سمبال دي او په جوړېدو یې ۶،۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ښوونې او روزنې تجهیزات، په لرلو سره د ۵۵۰۰ زده کونکو د ځایولو ظرفیت لري، د مرادیان ولسوالۍ د خان اریغ ښوونځي ودانۍ د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د سیمې د یوه ښوونکي لخوا جوړه شوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .