کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هېواد د بدني روسنې او ورزش ریاست نن شنبې د غوايي ۲۹ مه اعلان وکړ، چې د فوتسال لوبې چې د غزني د بدنې روزنې د آمریت په همکارۍ په دغه ولایت کې د ۱۲ ټیمونو تر منځ په لار اچول شوې وې، پای ته ورسېدې.
د دغه ریاست په وینا، دا سیالۍ له یوې میاشتې راهیسې پیل شوې، چې د غزني په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د راپور له مخې، د دغه ټورنمنټ وروستۍ لوبه د «یګانه» او «اسار قلاتي» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او د لوبې په پای کې د یګانه لوبډلې خپل سیال ته ۲-۱ ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګاټه.
د پیغام پای/
Your Comment