مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه ویلي: د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی دي.
مرادي زیاته کړه، چې د دې ولایت په بلچراغ، المار، قیصار، پشتون کوټ او خیبر ولسوالیو کې د جمعې په ورځ سخت سېلابونه راغلي.
د فاریاب د والي ویاند و ویل، چې د سېلابونو له امله په دغه ولسوالیو کې زرګونه کورنه ویجاړ شوي، زرګونه جرېبه ځمکې، ۱۵۰ دوکانونه او یو ګرځنده روغتون له منځه تللي او ۳۰۰ څاروي هم مړه شوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې په تېروه یوه اوونۍ کې په بغلان، بدخشان، غور او بادغیس ولایتونو کې سخت سېلابونه راغلي، چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د پیغام پای/
Your Comment