AP ۱۴۰۳ غویی ۲۹ ۱۰:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85480526
T T
۰ Persons
څلور تنه اسپانوي وګړي بامیانو کې مړه او ټپیان شوي دي

کابل- ایرنا- د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی، چې د دغه هېواد څلور وګړي د افغانستان بامیانو ولایت کې د وسله وال برید په ترڅ کې مړه او ټپیان شوي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت نن شنبې د غوايي ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د دوی درې وګړي د افغانستان په بامیان ولایت کې د وسله وال برید په ترڅ کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز په خپله اېکس پاڼه لیکلي: افغانستان کې د اسپانوي ګرځندویانو له وژل کېدو مې ټکان وخوړ.

د فرانسې خبري آژانس هم ویلي، چې نور درې ټپیان د ناروې، استرالیا او لیتوانیا اتباع دي.

د ایرنا د خبر له مخې د غوايي ۲۸مې د جمعې په ماښام په بامیان ولایت کې په ډزو کې ۱۱ تنه افغانان او بهرنی سیلانیان مړه او ژوبل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعې شپه د غوايي په ۲۸مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «نن ماښام د بامیانو په ښار کې پر خلکو وسله وال برید شوی، چې په کې یو افغان او درې بهرنیان وژل شوي او د دریو افغانانو په ګډون ۴ تنه بهرنیان ټپیان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند ليکلي: امنيتي ځواکونو د قاتلينو د موندلو هڅې پيل کړې او تر اوسه يې د قضيې په تړاو څلور کسان نيولي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .