کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن شنبې د غوايي ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې د جمهوریت روغتون څخه د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدتنه کې یو شمېر ډاکترانو او متخصصیونو هم شتون درلود او مسوولینو د دغه روغتتون د بېلا بېلو برخو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.
دغه مسوولینو و ویل، چې په یاد روغتون کې اصلاحات او معیاري کول په ښه توګه مخ ته ځي او د دغه پروسې په بریالیتوب سره به د خلکو ډېری ستونزې حل شي.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه: اسلامي امارت د افغانستان خلکو ته د معیاري او سټنډرډ روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
هغه ټینګار وکړ، سره له دې چې په جمهوریت روغتون کې متخصص او زړه سواندي ډاکتران د چارو په سر کې ځای لري خو بیا هم تمه ده، چې د یاد روغتون چارې په ښه توګه تر سره شي.
د پیغام پای/
Your Comment