AP ۱۴۰۳ غویی ۲۹ ۱۰:۱۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85480474
T T
۰ Persons
افغانستان کې پانګونې ته د ایراني شرکتونو لېوالتیا

کابل- ایرنا- د یو شمېر ایراني شرکتونو مسوولانو د افغانستان سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره لیدنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د صنعت او سودارګرۍ وزارت مسوولینو نن شنبې د غوايي ۲۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي، کازان کې د ایران د سرقونسل او یو شمېر ایراني شرکتونو له مسوولانو سره د کازان فورم نندارتونو کې د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د لیدنې خبر ورکړی دی.

دواړو لورو په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ترانزیټي لارو، د افغانستان او ایران د بندرونو د ۲۴ ساعته کېدو او دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر بلانس خبرې اترې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ایراني شرکتونو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه ویې ویل، افغانستان د ګڼ طبعي زېرمو او ځوان کاري ځواک په لرلو سره د پانګونې لپاره ښه فرصت دی.

د ایراني شرکتونو مسوولانو هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د سیاسي او نظامي بدلونونو کابو په دریو کلونو کې د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزه او فرهنګي اړیکې په ډېره ښه کچه کې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .