AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷ ۱۵:۵۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85479282
T T
۰ Persons
کابل او بجینګ د سوداګریزو او پانګونې اړیکو پر همکاریو خبرې وکړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان او چین د پانګوالو او سوداګرو تر منځ د همکاری د ناستې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د چین او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریو غونډه د دغه وزارت د مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ د چین څخه راغلي سوداګریز پلاوي سره تر سره شوه.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، صنعتي همکاریو او دوه اړخیزو پانګونو د پراختیا او د کومینګ چین په نندارتون کې د افغانانو د ګډون په اړه خبرې وکړې.

د چین د سوداګرۍ وزارت پلاوي ژمنه وکړه چې د کومینګ چین په نندارتون کې به افغانانو ته د ګډون زمینه برابره کړي څو افغاني تولیدات او تولیدات په ښو امتیازاتو سره نندارې ته وړاندې شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .