کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت مسوولینو نن پشنبې د غوايي ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بغلان سېلاب ځپلو د لاس نیوي او مرستې په موخه ته۱۲ انټرنېشنل موټره خوراکي او د پوښاک توکي ورسېدل.
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، په دغو مرستو کې خوراکي توکي، خېمې، غالۍ او کمپلې شاملې دي، چې د ٢١٧ اتل قول اردو د مسوولينو له خوا په زيانمنو شويو هېوادوالو ووېشل شوې.
د ایرنا د خبر له مخې په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله د ځاني او مالي تاوانونو د زیاتېدا په اړه له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول او زیانمن شویو هېوادوالو ته د خوراکي او پوښاک بیلا بیلې مرستې واستول شوې.
د پیغام پای/
Your Comment