کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اړونده رسنیو نن پشنبې د غوايي ۲۷ مه راپور ورکړی دی، چې د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته د پکتیا ولایت د ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالۍ سره ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
سرچینې وايي، دغه نښته له تېرې نیمې شپې راهیسې پیل شوې او تر اوسه دوام لري.
د افغانستان د سرپرست دولت چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پیغام پای/
Your Comment