AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷ ۱۱:۰۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85478885
T T
۰ Persons
چین د سرپرست دولت سیاسي مرستیال ته پکن کې د ترانس هیمالیا غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه

کابل- ایرنا- کابل کې د چین سفیر د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال ته چین کې د ترانس هیمالیا غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه په یوه خبرباڼه کې کابل کې د چین له سفیر جاوه شینګ سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

د چین سفیر په دغه لیدنه کې و ویل: د دواړو لورو کډ مناسبات او همکارۍ کولی شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

شینګ څرګنده کړه: د چین ولسي جمهوریت په نړیوالو او په ځانګړې توګه د امنیت شورا په غونډو کې د اسلامي امارت د دریځ ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلو همکاریو ته ژمن دی.

د چين سفير د سرپرست دولت سياسي مرستيال ته بلنه ورکړه چې د ترانس-هماليا فورم په غونډه کې چې په چين کې جوړېږي، ګډون وکړي.

مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د یو مسؤول حکومت په توګه په کړو ژمنو پابند دی او هڅه کوي چې د سیمې په مسایلو او د سیمې په ثبات او پرمختګ کې فعال رول ولوبوي.

د سرپرست دولت سياسي مرستيال د افغانستان په اړه په نړيوالو غونډو کې د چين همکاري او د اسلامي امارت له دريځ څخه د بيجينګ ملاتړ د افغانستان د خلکو په ګټه وباله زياته يې کړه، د چين همکاري کولای شي په هېواد کې مثبت بدلونونه او اقتصادي وده راولي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .