کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولینو نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه په یون خبرباڼه کې د اسلامي نړۍ د عالمانو له ټولنې له رییس شیخ علي محی الدین القره داغي سره د دغه وزارت د سرپرست نور محمد ثاقب د لیدنې خبر ورکړی دی
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې د افغانستان د اسلامي امارت او اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې زیاتو اړیکو غوښتنه وکړه.
شیخ علي القراء داغي وویل: د مسلمانانو د علماوو نړیواله ټولنه په نړۍ کې د علماوو یوه لویه ډله لري او په څه باندې ۹۰ هېوادونو کې فعاله او استازیتوب کوي.
نوموړي په دې خوښي څرګنده کړه، چې علماء کرام د افغانستان اسلامي امارت په سر کې دي او په دیني او مدني برخو کې یې د اسلامي امارت کړنې وستایلې او له اسلامي امارت سره یې د اړیکو د ټینګښت په موخه د لازیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دواړو لورو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د عالمانو د اتحاديې ترمنځ د ديني او علمي همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او د دې ټولنې په راتلونکي کې يې د افغان علماوو رول مثبت او اغېزمن وباله.
د پیغام پای/
Your Comment