AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶ ۱۶:۰۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85478257
T T
۰ Persons
د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو په جوړاوي کې په هېڅ هېواد پورې تړلي نه یو

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع وزرات د هوايي صنایعو سازمان او وسله والو ځواکونو د ملاتړ رییس وايي، دوی د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو په جوړاوي کې په هېڅ هېواد پورې تړلي نه دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع وزرات د هوايي صنایعو سازمان او وسله والو ځواکونو د ملاتړ رییس جنرال امیر خواجه فرد نن چهارشنبې د غوايي ۲۶ مه د ایران د غږیزو علومو د ټولنې په لسم کنګره کې چې په شهید ستاري هوايي پوهنتون کې جوړه شوې وه، دې ته په اشارې سره چې زموږ هېواد په علمي ډګر کې ځلانده تاریخ لري او باید د روښانه راتلونکي د ترلاسه کولو لپاره ترې استفاده وشي څرګنده کړه: د وسله والو ځواکونه قومانداني په ځانګړې او خاصه توګه په دې ټینګار کوي چې موږ باید د تمدن په ډګر کې خپل رول ولوبوو.

د ایران د دفاع وزیر مرستیال څرګنده کړه: موږ له بندیزونو اغېزمن یو او دښمن غواړي چې اسلامي تمدن روښانه نه شي، که اسلامي تمدن سرلوړی شي، نو د بشريت ډېری غیر انساني سیمې باید ځان اصلاح کړي او د نړۍ ډېرې استعماري او استکباري سیمې باید په خپلو تګلارو له سره غور وکړي.

جنرال خواجه فرد زیاته کړه: ساینس او ټکنالوژي یو له هغو ډګرونو څخه دی چې باید زموږ په هېواد کې د دښمن له نظره وده ونه کړي، په هر حال دښمن علتونه او لاملونه غلط تشخیص کړي، ځکه د دښمن نتیجه دا وه چې مختلف اقتصادي، ساینسي او تکنالوجیکي بندیزونه د ایران اسلامی جمهوریت علمي پرمختګ کمزوری کوی، خو هغه څه چې د انقلاب معظم لارښود وویل موږ به خامخا ګواښونه په فرصتونو بدلوی، نن پیښه شوې ده.

هغه ټینګار وکړ: بې له شکه له اوسني وضعیت څخه راضي نه یو او له اوسنیو شرایطو څخه د راتلونکي د لاسته راوړلو لپاره لا زیات کار کوو.

خواجه فرد زیاته کړه: کله چې ۱۵-۱۶ کاله وړاندې په سیمه کې د امریکا لپاره ګواښ جدي شو او اعلان یې وکړ چې ټول انتخابونه په میز کې دي او په وار وار یې ټینګار وکړ چې په ټولو برخو کې غوره ده او ګواښونه یې په ګوته کړل، د هېواد یو له مخکښو پوځي چارواکو څخه ویلي وو، که دښمن یو څه وکړي، موږ نه شو کولای چې پر هوا تسلط ټینګ کړو، ځکه امریکا د هوايي ځواک د تجهیزاتو په برخه کې یو له ځواکمنو هېوادونو څخه دی، خو موږ باید اسمان له لاسه ورنه کړو.

د دفاع وزارت مرستیال د «وعده صادق عملیاتو په اړه وویل: که د اپریل په ۲۶ له دښمن سره د ایران اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو وروستۍ مقابلې ته ځیر شو، دواړه هغه عملیات چې ترسره شول او هغه دفاع چې د دښمن د احتمالي برید په صورت کې ممکنه وه، په هوایي ډګر کې زموږ له کړنو څخه وو او په دې عملیاتو کې مو دښمن له داسې ځای څخه په نښه کړ چې موږ یې احساسوو، چې موږ پرې ولکه نه درلوده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .