AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶ ۱۲:۴۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85477839
T T
۰ Persons
د کابل له طبي پوهنتون څخه ۸۰ تنه فارغ شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت له کابل طبي پوهنتون څخه د ۸۰ تنو د فارغېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د غوايي ۲۶ مه په یو خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د کابل د طب پوهنتون له نظري دورې څخه ۸۰ تنه فارغ شول.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم په دې مراسمو کې وویل: طب له دیني علومو وروسته تر ټولو مهم علم دی او دا د الله تعالی له لوري ډالۍ او بښنه ده چې تاسو ته یې د طب په برخه کې پوهه درکړې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې هر ډاکټر، انجینر، پروفیسور او نور خلک باید خپلې چارې د اسلامي شریعت مطابق تنظیم کړي.

د کابل د طبي علومو پوهنتون رئيس ډاکټر اسدالله نجات د دغو محصلينو په فراغت خوښي څرګنده کړه او د طب په برخه کې يې د ابو علي ابن سينا د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .