AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶ ۱۱:۳۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85477565
T T
۰ Persons
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي: په غزه کې د نسل وژنې درېدنه نړیواله غوښتنه ده

کابل- ایرنا- په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت استازولۍ د بدې ورځې (نکبت) په مناسبت اعلان وکړ، چې په غزه کې د اسرائیلو له خوا د نسل وژنې او د دغه جنایتونو د قضیو څېړل یوه نړیواله غوښتنه ده.

د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت استازولی سه شنبې په ځايي وخت په اېکس پاڼه د یوه فلم په خپرولو سره ویلي: د نکبت ورځ د فلسطین د ځمکې د ۷۶ کلن جبري بې ځایه کېدو، غصب او د نسل وژنې بندول او په غزه کې د اسراییلي رژیم د سترو جنایتونو په اړه د قضایي تحقیقاتو پیل د نړۍ له غوښتنو څخه دی.

له دې مخکې د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: د ۱۹۴۸ میلادی کال د مې د میاشتې ۱۴ مه د فلسطین د نیواک او د دغه هېواد د مظلومو خلکو له حقوقو په تېره بیا د هغوی د حقوقو د ښکاره خلاف ورزۍ چې له ۷۶ کلونو راهیسې یې بدې پایلې لرلې دي، اسلامي نړۍ یې ځپلې او د اسلامي نړۍ پر بدن یې په ژور او دردونکي زخم بدل کړی دی پیلامه وه. 


د نکبت ورځ (بده ورځ)، د اسلامي نړۍ په زړه کې د انګریزي استعمار له ناوړه دسیسو سره د اپارتاید رژیم او صهیونیسټي نیواک او مستقیم او غیر مستقیم ډول د نړۍ استعماري قوتونه او په سر کې یې د امریکا له خوا د فلسطین د سپېڅلې خاورې د نسل وژنې، قتل عام، بې ځایه کولو، نیواک او بې حرمتۍ د خونړۍ دورې د پیل دی.

جعلي صهیونیسټي رژیم چې په نړۍ کې د رسمي منظم تروریزم څرګند سمبول دی، هر ځل په خپلو نړیوالو جنایتونو کې یوه نوې شرموونکې پاڼه اضافه کړې ده، د غزې په تراډه کې د ناصر او شفا په روغتونونو کې د ډله ایزو قبرونو کشف د بشریت په وړاندې د دغه ظالم رژیم د جنایتونو یو وحشتناک انځور په ډاګه کوی.

د جنګي جرمونو، نسل وژنې او د بشریت پر ضد جرمونو په ګډون د نړیوالو جرمونو ترسره کول د ملګرو ملتونو د بنسټیزو ارزښتونو او د ټولو منل شویو نړیوالو نورمونو، اصولو او معیارونو خلاف او بې له شکه د هغو د جنایتکارانو د جزايي مسؤلیت لاملونه وړاندې کړي او د صهیونیسټي جنایتکارانو د معافیت دوام د نړیوالو قوانینو له احکامو سره په ټکر کې ګڼل کیږي.

د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو اوو میاشتو کې د امریکا د هر اړخیزه استخباراتي، نظامي او اقتصادي ملاتړ پر مټ د فلسطین په نیواکي سیمو کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د ښځو، ماشومانو او بې دفاع کسانو په شمول څه دپاسه (۳۵۰۰۰) بې ګناه وژنه او څه دپاسه (۷۵۰۰۰) کسانو ټبي کېدل او په سلګونو زره بې کوره بې په کلکه غندي او د غزې په تراډه کې د جګړې او وژنو د بندولو او په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو سره د دې امریکا مخالفتونو د نه منلو وړ، غیر مسؤلانه او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو خلاف بولي.

د ایرنا د راپور له مخې، د فلسطین مقاومتي ډلو د ۲۰۲۳ میلادی کال د نومبر د میاشتې په ۱۴مه نیټه له غزې (جنوبی فلسطین) څخه د صهیونیسټی رژیم د دریځونو په خلاف د «الاقصی طوفان» په نامه یو څلور ورځنی عملیات پیل کړل چې له ۴۵ ورځو وروسته د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۳ مه د اسراييلو او حماس تر منځ موقت اوربند يا د حماس او اسراييلو ترمنځ د بنديانو د تبادلې لپاره وقفه رامنځته شوه.

دغه وقفه یا لنډمهاله اوربند اوه ورځې دوام وکړ او بالاخره د ۲۰۲۳ کال د دسمبر له لومړۍ نیټې سره برابره د صهیونیسټی رژیم له خوا د غزې په تراډه باندې بریدونه بیا پیل شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .