کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن چهارشنبې د غوايي ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د(UNOPS) د پروژيي خدماتو ادارې اجرائیوي مشر جورج مورییرا داسیلوا سره د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دي.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ جورج مورییرا داسیلوا په دغه لیدنه کې د دوی د پروژو په پلی کولو کې د اسلامي امارت له همکاریو مننه وکړه.
ده وويل: OPS د ملګرو ملتونو تر ټولو ستر پروګرام دى چې په افغانستان کې د ټولنيزو مرستو، د زيربناوو د جوړولو او د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په برخو کې فعاليت کوي.
جورج مورییرا زیاته کړه: د افغانستان په ۳۰ ولایتونو او څه باندې ۹۰ ولسوالیو کې ۱.۳ میلیونه کورنۍ د ټولنیزو مرستو د پروژې له مرستو څخه برخمنې شوې او د هرات زلزله ځپلو سره هم د دغې موسسې له خوا مرسته شوې او د هغوی لپاره کورونه جوړ کړل شوي دي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د دې ادارې لخوا د سولر پمپونو په نصبولو سره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې یوه نوې پروژه هم پیلیږي، چې د اسلامي امارت همکارۍ ته اړتیا لري.
د خبرپاڼې له مخې د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د دغه سازمان له فعالیتونو او د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه ویې ویل چې اسلامي امارت د دغه سازمان له فعالیتونو څخه ملاتړ کوي او په افغانستان کې د UNOPS او د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
حنفي زياته کړه: دې ته په پام سره چې په افغانستان کې د سرتاسري امنيت د تامين، د کوکنارو د کرکیلې، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال د مخنيوي، د اداري فساد د له منځه وړلو او اقتصادي پراختيا په برخو کې زيات کار شوى دى، نړيوالې ټولنې او مرستتندویه ټولنې باید د نشه یي توکو د بدیل کښت په برخو کې د بزګرانو لپاره د پرمختیایي پروژو پلي کړي، ترڅو ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او په نورو برخو کې همکاري وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment