کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د ثور په ۲۴ مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۷۳ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د کندهار ولايت دسپين بولدک د سرحدونو او قبايلو رياست د معلوماتو پر بنسټ د٢٧٣ تنو په ګډون ٥٢ کورنۍ له دغه رياست سره له ثبتولو وروسته د کډوالو نړيوالې ادارې او د خوراک نړيوال سازمان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ته د مرستې د ترلاسه کولو په موخه معرفي شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحداتو ریاست د معلوماتو له مخې، د ۲۷۰ کسانو په ګډون ۵۴ کورنۍ له پاکستان څخه په زوره راستانه شوي او د کډوالۍ په چارو کې له نوم لیکنې وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستو تر لاسه کولو په موخه ورپېژندل شوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې د پاکستان حکومت د څه د پاسه یو نیم میلیون افغان کډوالو د ایستلو پریکړه کړې، چې اوس یې عملي کوي.
د پیغام پای/
Your Comment