AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵ ۱۶:۵۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85476976
T T
۰ Persons
کندوز ولایت کې د پیازو او بادرنګو محصولات زیات شوي

کابل- ایرنا- د کندوز ولایت اوسېدونکو د دغه ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د پیازو او بادرنګو د حاصلاتو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کندوز ولایت اوسېدونکو د دغه ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د پیازو او بادرنګو د حاصلاتو د زیاتېدو خبر ورکړی او د افغانستان له سرپرست دولت څخه یې دغه محصولاتو ته د پلور زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده.

د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکو د افغانستان ملي تلوېزیون ته ویلي، چې د دوی لویه ستونزه محصولاتو ته د بازار نشتوالی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سرپرست دولت چارواکي په کندز ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لامل د حکومت همکاري او له کروندګرو سره د مدیرانو مشوره ګڼي او د کرنیزو محصولاتو د پلور او بازارموندنې د زیاتوالي ژمنه وکړه. 

د کندوز ولايت د خان اباد د کرنې د مديريت استازي محمد ناصر شرف وويل: سږ کال په خان اباد ولسوالۍ کې د کدو او پيازو حاصلات له ٥ څخه تر ٨ سلنې پورې زيات شوي، چې لامل یې د مناسب اقليمي شرايط، کېمیاوي سرې ته د کرونده ګرو لاس رسی،  د اصلاح شویو تخمونو ویش او د کرنې ریاست د کارکوونکو تخنیکي او مسلکي لارښوونې دي.

نوموړي دغه راز وويل، د کندوز ولايت محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه له ګاونډيو ولايتونو سربېره د سيمې له هېوادونو سره هم خبرې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به د يادې ولسوالۍ په کچه د کرنیزو محصولاتو د ذخیره کولو لپاره د سړو خونو يوه ستره زېرمه پرانېستل شي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .