کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه د بغلان ولایت د ګذرګاه ولسوالس د «سای هزاره» او «غارو» کلیو څخه چې سېلابونو ځپلې دي لیدنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت له سېلاب ځپلو سیمو د لیدنې تر څنګ له خلکو سره خواخوږي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت به اړمنو کسانو ته د روغتیايي خدماتو په رسېدو کې له هېڅ ډول هڅو او تلاش څخه درېغه ونه کړي.
ډاکتر قلندر عباد ټپیانو ته د روغتیايي کارکوونکو له خوا د رسېدنې له امله مننه وکړه او مسوولینو ته یې هدایت ورکړ، چې د «سای هزاره» او «غارو» کلیو کې د سېلابونو له امله د ټپیانو حالت ته د ښې رسېدنې لپاره زیاتې هڅې وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment