الاقصی جومات په ټوله اسلامي نړۍ پورې تړلی/ د افغانستان خلک د غزې له وضعیت څخه غمجن دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي، الاقصی جومات نه یوازې په فلسطین بلکې په ټوله اسلامي نړۍ پورې تړلی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نور محمد ثاقب چې دوشنبې د غوايي ۲۴ مه مازیګر مهال یې استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه کې خبرې کولې و ویل: نن ورځ ګڼ فکري، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي مصبتونو د اسلامي امت لمن نیولی چې د اسلامي هېوادونو د کمزورتیا لامل شوې او اسلامي امت د دغه څه ژر درملنې ته اړتیا لري او یوازې علما کولی شي د اسلامي لارښوونو په رڼا کې له دغه مثبتونو اسلامي امت بریالی راوباسي.

هغه ټينګار وکړ، چې الاقصی جومات نه یوازې په فلسطین بلکې په ټوله اسلامي نړۍ پورې تړلی او الاقصی تاریه د انبیا (ع) له حضرت ادم (ع) څخه زموږ تر وروستي پیغمر حضرت محمد (ص) پورې دی او زموږ پیغمر له دغه مقدس ځای څخه آسمانونو ته پورته شوی دی.

د افغانستان د سرپرست دولت دغه چارواکي په اشارې سره وویل: نن ورځ د فلسطین په مظلومو خلکو وحشیانه بریدونه کېږی او هره ورځ په دغه هېواد کې د ماشومانو او ښځو په شمول په سلګونو مسلمانان په شهادت رسېږي، نو اوس پر اسلامي امت ده، د دغه ورځ تر بلې زیاتېدونکو جنایتونو په وړاندې چې د فلسطین خلک او انسانیت پرې شرمېږي، په یووالي، کلک او ټینګ ملاتړ ودرېږي.

د سرپرست دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل: د افغانستان اسلامي امارت او مجاهد ولس په ټولیزه توګه په غزه او ټوله فلسطین کې له هغه څه چې روان دي، سخت خواشیني او اغېزمن دی، ځکه نن ورځ چې په فلسطین کې کوم بې شمېره ظلمونه او جنایتونه کېږي، په افغانستان کې د پخواني شوروي او د امریکا د اشغال پر مهال هم د افغانستان پر مظلومو خلکو ورته ظلمونه شوي دي.

هغه څرګنده کړه: د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي نظام له فتحې وروسته له ختیځ څخه تر لوېدیځ او له شمال څخه تر جنوب پورې امنیت تامین کړی دی او علماء د اسلامي نظام تر څنګ ولاړ دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .