AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵ ۱۵:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85476854
T T
۰ Persons
د ایران د «وعده صادق» عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د اسراییلو مخنیوی وشړېده

کابل- ایرنا- د لبنان د حزب الله ګوند عمومي سرمنشي ویلي: د «وعده صادق» عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د اسراییلو مخنیوی وشړېده.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د لبنان د حزب الله عمومي سرمنشي سید حسن نصرالله تېره ورځ دوشنبې د غوايي ۲۴ مه ویلي: نن د فلسطین مساله په نړۍ کې په اولینۍ مساله اوښتې ده.

د حزب الله عمومی منشی ټینګار وکړ: موږ د جګړې په پیل کې اعلان وکړ چې د مقاومت یو هدف د فلسطین د مسئلې بیا راژوندي کول، د هغه د هېرېدو مخنیوی او د دې خاورې د خلکو د حقوقو یادونه هم ده، چې نن د فلسطین مسله په نړۍ کې لومړۍ مسله ګرځېدلې ده.

نصرالله همدارنګه وويل: د مقاومت د مجاهدينو، نارينه و او ښځو د استقامت په پایله کې فلسطین پورې تړلي مسایل او د صهيونېسټ دښمن حالات او دريځ تر ډېره حده بدل شوی دی.

هغه په غزه کې د اوربند او د لوېدیځو پوهنتونونو د محصلینو د لاریونونه په ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل: له فلسطین څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې د امریکا او اروپا په پوهنتونونو کې لاریونونه د طوفان الاقصی عملیاتو لاسته راوړنې او له هغې وروسته پړاو څخه دي.

طوفان الاقصی عملیاتو نړۍ ته د صهیونیستي رژيم رښتینې څېره وښوده

ښاغلي نصرالله ټینګار وکړ، چې طوفان الاقصی عملیاتو په عمومي نړیوالو افکارو کې د خپلواک فلسطین د رامنځ ته کېدو اړتیا ژوندی کړه.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي زیاته کړه: په داسې حال کې چې د الاقصی طوفان له عملیاتو مخکې د خپل خپلواک هېواد د جوړولو لپاره د فلسطینیانو حق هېر شوی وو، نن ټوله نړۍ په دې لړ کې د حق خبره کوی.

نصرالله څرګنده کړه: ترټولو مهمه صحنه چې د مقاومت د بریالیتوب ښکارندويي کوي، په ملګرو ملتو کې د صهیونیسټ رژیم د استازي لخوا په غزه کې د حماس د مشر«یحیی سنوار» انځور ښودل دی.

د حزب الله عمومی منشی څرګنده کړه: د الاقصی طوفان، مقاومت او استقامت او د غزې، سویلي لبنان او ټولې سیمې د ښځو او ماشومانو د وینو تویولو د اسرائیلو د رژیم اصلي څېره نړۍ ته څرګنده کړه، ان د نتانیاهو متحدین په مقاومت باندې د بریا په اړه د هغه په ادعاوو ملنډې وهي.

نصرالله همداراز وویل: که موږ غواړو چې د اوسنۍ مقابلې پایلې و ارزوو، باید په حقیقت او د ډګر صحنه کې یې وڅېړو، نه په مجاري فضا او د دښمن د ادعاوو پر بنسټ.

د لبنان د حزب الله عمومی منشی څرګنده کړه: په نیواک شویو سیمو کې صهیونیستان د مقاومت څهه په ماتې خوړولو او ناکامۍ د نظر یووالی لري، په همدې حال کې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کوي چې له بریا څخه یو ګام لرې دی، د هغه دا ادعا ان د هغه د متحدینو لخوا هم مسخره کېږي.

نوموړي وویل: اسرائیل نه یوازې دا چې خپلو هدفونو ته په رسېدو کې پاتې راغلی دی، بلکې زیات ستراتېژیک تاوانونه یې ګاللي دي.

ان د متحده ایالاتو لامحدوده مرستو د اسراییلو د ماتې مخه ونه نیوله

نصرالله څرګنده کړه، له صهیونیسټ رژیم سره د امریکا بې حده مرستې د مقاومت په وړاندې د دغه رژیم د ماتې مخه نشی نیولی.

هغه زیاته کړه: که غواړو چې د اوسنۍ جګړې پایلې و ارزوو، باید د مقاومت په وړاندې د نتانیاهو او د اشغالګر پوځ د ناکامۍ په اړه د دښمن رسنیو خبرونو ته پام وکړو.

د لبنان د حزب الله عمومی منشی ټینګار وکړ: اصلي لاس ته راوړنه دا ده چې د اسرائیلو رژیم په فلسطین، لبنان، یمن او سوریه کې د مقاومت په وړاندې د مقاومت د انځور په بحالولو کې پاتې راغلی دی، بله اصلي لاس ته راوړنه دا ده چې نیواکګر رژیم نه شي کولای خپلې بېړۍ له زرګونو کیلومتره لرې د توغول شویو توغندیو په وړاندې خوندي کړي.

د «وعده صادق» عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د اسراییلو مخنیوی وشړېده

د حزب الله عمومی منشی څرګنده کړه: د صهیونیستی رژیم ماتېدونکی انځور په تېره بیا د (وعده صادق) له عملیاتو وروسته، د دغه رژیم پوځي قوماندانانو په دې برخه کې د یو ناورین اعلان کړ.

هغه زیاته کړه: دوی باور لری چې نتانیاهو د صهیونیسټ رژیم د جګړې په دوام ټینګار کوي.

د رفح په برید کې د نتانیاهو هدف د ناکامۍ پټول دي

نصرالله زیاته کړه: نن صهیونیستانو د غزې د جګړې، د ملاتړ د جبهې او د دغه رژیم د اقتصاد د ورځني تخریب اعتراف کړی دی.

هغه وویل: له بلې خوا نیواکګر رژیم له غزې څخه د وتلو په اړه اندېښمن دی، ځکه چې دا د همدې رژیم ناکامي ګڼل کېږي او د هغو لپاره یو لوی ناورین بلل کېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .