AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵ ۱۳:۳۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85476740
T T
۰ Persons
د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي ټاکلو هڅې د افغانستان له موافقې پرته رښتینې نه دي

کابل- ایرنا- کابل کې د جاپان سفیر وايي، د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي ټاکلو هڅې د افغانستان له موافقې پرته رښتینې نه دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومیا سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او جاپان پر دوه اړخیزو اړیکو خبر ورکړې.

امیرخان متقي د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو د پراختیا په اړه معلومات ورکړل ویې ویل: د افغانستان اسلامي امارت سره د سیمې هېوادونو د تفاهم په زیاتوالي سره د افغانستان سره د هېوادونو تعاملات زیات شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان سره د جاپان د بشري مرستو مننه وکړه او ننګرهار کې یې د تتسو ناکامورا د نیمګرو کارونو ترسره کېدا یو ښه پرمختګ وباله.

متقي د دوحې د ناستې په اړه څرګنده کړه: موږ د دوحې د ناستې په اړه مثبت نظر لرو، خو د ځانګړي استازي ټاکل اړین نه بولو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټينګار وکړ، چې نړۍ او ملګري ملتونه باید د یوه اړخیزه کړنلارې پر ځای د افغانستان له حکومت سره د ټولو مسایلو څو اړخیزه کړنلارې غوره کړي.

د جاپان سفیر په دغه لیدنه کې و ویل: چې هېواد یې د افغانستان د سرپرست دولت لاس ته راوڼې درک کوي او په همدې دلیل یې خپل سفارت په افغانستان کې پرانستی تر څو له نېږدې کار وکړي او خپلو خلکو او دولت ته واقعیتونه ورسوي.

د جاپان سفیر د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان ګډون مهم وباله زیاته یې کړه: د ځانګړي استازي ټاکلو هڅې د افغانستان له موافقې پرته رښتینې نه دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .