AP ۱۴۰۳ غویی ۲۴ ۱۵:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85475750
T T
۰ Persons
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې سېلاب ځپلو سیمو ته ۱۷ ګرځنده مرستندویه ټیمونه لېږلي

کابل- ایرنا- د روغتیا نړیوال سازمان سرمنشي افغانستان کې سېلاب ځپلو سیمو ته د ۱۷ ګرځنده مرستندویه ټیمونه د لېږلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روغتیا نړیوال سازمان سرمنشي تدروس ادهانوم نن دوشنبې د غوايي ۲۴ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: افغانستان کې سېلاب ځپلو سیمو ته ۱۷ ګرځنده مرستندویه ټیمونه لېږل شوي دي.

ادهانوم څرګنده کړه چې دا ټیمونه د روغتیا نړیوال سازمان او د هغې د شریکانو لخوا رامنځ ته شوي: موږ اغیزمنو ټولنو ته درمل او اړین روغتیایی توکي چمتو کوو.

د ایرنا د راپور له مخې د جمعې د ورځې د سختو سیلابونو په پایله کې د ېیواد په یو شمیر ولایتونو په تېره بیا د بغلان په ولایت کې څه د پاسه ۳۰۰ کسان مړه او ژوبل شول او په زرګونو د استوګنې کورونه ویجاړ شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .