AP ۱۴۰۳ غویی ۲۳ ۱۰:۴۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85473875
T T
۰ Persons
د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره څو کمېټې جوړې شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي چارو دفتر د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د مرستې لپاره د څو کمېټو د جوړولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د رسنیو دفتر شنبې د غوايي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د پېښو د څېړلو په موخه د امارات عالي کمېسیون فوق العاده غونډه به نن مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شي او په کې به په هېواد کې د وروستیو سېلابونو او د بېړنیو مرستو د لیږلو په اړه بحث وشي.

ملا برادر وويل: افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې وګړي يې تر ډېره د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي دي، نو مسوولې ادارې مکلفې دي چې د دغه ډول پېښو پر مهال له هېوادوالو سره د مرستې لپاره بشپړ چمتووالى ولري.

په دې غونډه کې په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې له سېلاب ځپلو هېوادوالو سره د بېړنیو مرستو د رسولو په موخه د ژغورنې، د مرستو جلب او جذب تر نامه لاندې کمېټې جوړې شوې، چې د ټپیانو د روغتیا، درملنې د جنازې او تدفین، او د خوراکي توکو عرضه کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ، اقتصاد وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د دولت وزارت د پیښو او ناورینونو سره د مبارزې وزارت او سرې میاشتې څخه کمېټې جوړې شوې دي.

د امارات د پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون مشرتابه ټولو وزارتونو او ادارو ته چې د ټاکل شویو کمېټو غړي دي، امر کړی چې ژر تر ژره د پېښې ځای ته ورشي او د ټپیانو د درملنې لپاره له شته امکاناتو کار واخلي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .