کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد نن شنبې د غوايي ۲۲ مه ویلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کرنیزو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ هڅه کړې تر څو په سیمه کې ښه مارکېټ ورته پیدا کړي چې له نېکه مرکه په دې وروستیو کې وتوانېده چې تازه مېوو ته هم ښه بازار مونده وکړه.
جواد زیاته کړه:موږ له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره په دې اړه بحثونه وکړل، چې د افغانستان مېوې او کرنیز محصولات د دوی بازارونو ته وړاندې شي او هغوی ژمنه وکړه، چې له افغانستان څخه خپل هېواد ته د تازه مېوو د واردولو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پیغام پای/
Your Comment