افغانستان کې د قران کریم تر ټولو لوی نړیوال نندارتون د « واعتصموا بحبل الله جمیعا و لا تفرقوا» آیات ښکارندوی

کابل- ایرنا- په دې وروستیو ورځو کې کابل کې د ګڼو قاریانو، حافظانو، د قران د دوستانو، د قرائت د استادانو او قران کریم د حفظ کوربه وو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ کابل کې قراني نندارتون چې د «قراني ټولنه او افغاني تربیت» تر شعار لاندې یې خپل کار تېره اوونۍ پیل کړ، په ډېره لنډه موده کې یې د رسنیو، قراني ټولنو او چارواکو پام ځان ته راواړوه.

د افغانستان ډېری استادان، حافظان او د قاریانو ټولنې په دغه نندارتون کې د هېواد د قومونو او مذهبونو پر یووالي او وحدت ټینګار وکړ.

دغه نندارتون چې ۲۵ عرفې یې درلودې او په یوه تاریخي ځای (د کابل دارالامان ماڼۍ) کې جوړ شوی و، د دې لامل شو، تر څو شعیه او سني علماوو په ګډون مذهبي مشران او قراني ټولنې په کې ګډون وکړي او د افغانستان د اسلامي امت یووالی نندارې ته وړاندې کړي.

د نورو وختونو پرعکس چې کوچینۍ پېښه به د بهرنیو رسنیو د پام وړ کېده، د قرآن کریم نندارتون د نړۍ په رسنیو کې دومره پوښښ نه درلود چې د دې ډول نندارتون اهمیت په ګوته کړي، پوښتنه دا ده، چې ولې لوېديځې رسنۍ په افغانستان کې د ننه وړې پېښې په غېږ کې نيسي، خو دومره لويې پېښې نه ويني؟

د دې پوښتنې ځواب ساده دی، ډېری دا ډول رسنۍ د اسلامي هېوادونو د مسلمانانو له یووالي او وحدت څخه وېره لري او د مسلمانانو تر منځ د نفاق په لټه کې دي.

له ډېرو کلونو راهیسې د وېش او واکمنۍ تګلاره په سیمه کې د لوېدیځ د بهرني سیاست بېلګه ده، دوی هېڅکله نه غواړي چې مسلمان هېوادونه یو بل ته نږدې شي او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې د اسلامي امت د یووالي او اسلامي هېوادونو د خلکو ترمنځ د اتفاق مخه ونیسي.

خو په کابل کې د قران کریم نندارتون ښه وښودله چې د افغانستان خلک کولای شي د اسلامي لارښوونو په رڼا کې په مختلفو برخو کې رغنده، ګټور او عملي تعاملات ولري.

که څه هم ډېری لوېدیځ قدرتونه هڅه کوي د ازادۍ او خپلواکۍ په شعار سره د هېوادونو په داخلي سیاست کې بې بنسټه لاسوهنه وکړي، خو که مسلمانان قرآن د خپلې لارې لپاره رڼا وګڼي، هېڅکله به ګمراه نه شي او د یوه واحد ملت په توګه به وکولی شي، د اسلام دښمنانو ته څرګند پیغام ورکړي.

تجربې ثابته کړې ده، هر کله چې د اسلامي هېوادونو وګړي سره يو ځای شوي، هېڅ ځواک يې د مقابلې توان نه دی لرلی، خو کله چې په خپلو هېوادونو کې مسلمانان له يو بل سره مخامخ شوي دي، سخت زيانونه ورته اوښتي دي، نو ویلای شو چې په معاصره نړۍ کې د قرآن تعلیماتو ته راګرځېدل د اسلامي هېوادونو د خلکو، د هغوی د ګډو ګټو او په نړیوال ډګر کې د هغوی د سیاسي چلند لپاره پرېکنده رول لري.

په کابل کې د قران کریم د نندارتون لویه لاسته راوړنه دا ده چې یو ځل بیا یې په ډاګه کړه چې که د مختلفو ادیانو مسلمانان د یو بل تر څنګ ودریږي او په اتفاق سره عمل وکړي لکه څنګه چې الله ج فرمایي: واعتصموا بحبل الله جمیعا و لاتفرقوا، په یووالي عمل وکړی، د اسلام دښمنان به په نا امیدۍ سره څنډې ته شي او ان اړ به شي، چې دغه یووالی نادیده ونیسي او شرمناکه چوپتیا غوره کړي.

د مسلمانانو سپېڅلی کتاب قرآن کریم د ګاونډیو مسلمانانو د سیاست بنسټیز لارښود او ستراتېژي کېدای شي، د قرآن د لارښوونو پیروي کول کولای شي د مسلمانانو عزت، وقار او واک یو ځل بیا را ژوندی کړي او د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته دا پیغام ورکړي چې اسلامي ټولنه په نړۍ کې د یو نه جبرانېدونکې ځواک په توګه مخ پر ودې ځواک لري.

که څه هم په کابل کې د قرانکریم تر ټولو ستر نندارتون پای ته ورسېد، خو ډېر ژر به یې اغېزې او برکتونه د هېواد په کورني سیاست کې څرګند شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .