AP ۱۴۰۳ غویی ۲۲ ۱۴:۰۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85473152
T T
۰ Persons
د پروان ولایت ۳۰ کسیزه روغتیايي ټیم بغلان ته د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ولاړ

کابل- ایرنا- د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان وکړ، چې د دوی د ولایت یو ۳۰ کسیزه روغتیايي ټیم بغلان ولایت ته د سېل ځپلو د مرستې په موخه تللی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، په بغلان، غور، هرات او بدخشان ولایتونو کې د ورستیو سېلابونو په ترڅ کې د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبې د غوايي ۲۲ مه پېښو ته د رسېدو او کورنیو چارو وزارتونو او دغه راز له ولایتي مسوولینو غوښتي تر څو د سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه خپل ټول امکانات وکاروي.

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم اعلان کړی دی، چې دوی د بغلان د سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه یو ۳۰ کسیزه روغتیايي ټیم دغه ولایت ته لېږلی دی.

د ایرنا د راپور له مخې په هرات، غور او بغلان ولایتونو کې د جمعې په ورځ د غوايي ۲۱ مه سختو سېلابونو خلکو ته ستر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

بغلان کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د بې ساري سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه لا هم ورک دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .