کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع جمعه شپه د غوايي ۲۱ مه ویلي، بغلان ولایت کې د سختو سېلابونو له امله ۵۰ تنه مړه شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
قانع زیاته کړې، چې د بغلان په پنځو ولسوالیو کې تر ۱۵۰ زیات کسان ګیر پاتې دي، چې بېړنیو مرستیو ته اړتیا لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې ژغورونکي ټیمونه او چورلکې د خلکو د ژغورلو لپاره سیمې ته لېږل شوې دي، خو د شپې تیارو تته په کتو ښايي عملیات بریالي نه وي.
د سیمې خلک وايي، د سېلابونو له امله بغلان ولایت کې کورونه نړېدلي، ځمکې سېلابونو وړې او ګڼ مالي زیانونه ورته اوښتي دي.
د ایرنا د خبر له مخې روان کال د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې سخت ورښتونه پیل شوي، چې خلکو ته یې زیانونه اړولي دي.
د پیغام پای/
Your Comment