کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان ولایت سیمه ییزه چارواکو نن پنشنبې د غوايي ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي د بامیان ولایت د ورس، پنجاب، یکاو لنګ نمبر۱ او ۲ د علماوو، مخورو، ځوانانو، ملکي مسوولینو او رسنیو په ګڼ حضور کې د یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ د مرکز د رسول اکرم (ص) په جامع جومات کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ په اداره کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه دوه پوړیزه جومات د جوړېدو پرانسته وکړه.
د بامیانو والي څرګنده کړه: د اسلامي امارت ټول مسوولین شپه ورځ خلکو ته د خدمت کولو هڅه کې دي او څرنګه چې اسلامي نظام له مظلوم او بې دفاع خلکو څخه ملاتړ کوي باید علما او مخور هم باید د محرومو او بې دفاع خلکو دفاع وکړي او هغوی د الهي عدالت او محمدي فرهنګ خوا ته لارښود کړي.
سرحدي د یکاولنګ نمبر۱ له خلکو سره ژمنه وکړه چې د بامیان د سیمه ییزې ادارې رهبري به هڅه وکړي چې د خلکو ستونزې، وړاندیزونه او اړتیاوې د اړوندې مرجع له لارې حل کړي.
د باميانو والي زياته کړه: د لسګونو تنو اوسېدونکو او کوچيانو مسئلې چې نن ورځ د خلکو د اندېښنو سبب شوې دي، د قانوني او قضايي ارګانونو له لارې د الهی عدالت او د محمدي شريعت پر بنسټ به د قانوني اسنادو او شرعي احکامو په رڼا کې په شفافه توګه حل شي.
د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالۍ اوسېدونکو د یوه خصوصي بانک د جوړېدو، د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره د یوې څانګې د جوړېدو، د اوبو رسولو د صحي شبکې د پروژې د پلي کېدو او خلکو ته د مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو د ښه کېدو غوښتنه وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment