«افغانستان انټرنشنل» راډیو تلوېزیون فعالیت د پرلپسې سرغړونو له امله منع شو

کابل- ایرنا- د افغانستاان د سرپرست دولت د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمېسیون اعلان وکړ، چې د «افغانستان انټرنشنل» راډیو تلوېزیون خپرونې د رسنیو د مولفو خلاف دي، نو ځکه یې په افغانستان کې فعالیت بند شو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند حبیب غفران نن پنشنبې د غوايي ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د «افغانستان انټرنشنل» راډیو تلوېزیون خپرونې د رسنیو د مولفو خلاف دي، نو ځکه یې په افغانستان کې فعالیت بند شو.

غفران د «افغانستان انټرنیشنل» لخوا د رسنیو له اصولو څخه د سرغړونې لیست په لاندې ډول شرح کړی دی:

۱. د اتباعو او حقوقي ادارو د هویت درناوی او مراعات چې د اسلام په مبارک دین او د افغانستان او نړۍ په حقوقي نظامونو کې ځانګړی ځای لري، د دې رسنیو له خوا په پرله پسې ډول تر پښو لاندې شوی دی.

۲. د یو چا شخصیت وژنه، چې د رسنیو جرم دی، د افغانستان انټرنېشنل د پروګرامونو ورځنۍ موضوع ده.

۳. له مسلکي پلوه د خبرونو دقت یوه مهمه مسله ده، خو دا رسنۍ دا مهمه موضوع د سرعت او شخصي تمایلاتو قرباني کوي.

۴. د معلوماتو تحریف یا جعل کول چې د دې رسنیو لخوا په عامه توګه ترسره کېږي.

۵. د رسنیو یو له مهمو دندو څخه د ټولنیز هوساینې، اخلاقي او رواني امنیت ساتل دي، افغانستان انټرنېشنل دې مسلو ته ډېر زیان رسوي.

۶. د هغو نړیوال پروګرامونه په هېواد کې د ټولنې د یووالي او ادغام پر ځای مختلف قومي، ژبني او سمتي تعصباتو ته هڅوي.

۷. د دې رسنیو د وړاندې کوونکو د پروګرامونو او کړنو محتوا د افغانستان له دیني ارزښتونو او غوښتنو څخه ښکاره سرغړونه ده.

۸. د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له سرچینو سره اړیکه نیول او ځینې وختونه د معلوماتو او کلیپونو په بدل کې رشوت ورکول په بشپړه توګه اخلاقي او قانوني تېروتنه ده چې دا تلویزیون یې کوي.

۹. په خبرونو او خپرونو کې بې پرېتوب د ژورنالیزم یو له مهمو اصولو څخه دی او دا تلویزیون د میلمنو په ټاکلو کې له دې مسلکي اصول څخه سرغړونه کوي.

۱۰. تر ټولو بده خبره دا ده چې دوی د خپلو پروګرامونو له لارې د یاغیانو او د هېواد د دښمنانو د پروپاګند په خپرولو سره د حاکم نظام د کمزوري کولو او بې ثباتۍ د رامنځته کولو هڅه کوي.

غفران زياته کړې: يادې شوې موارد د دې رسنيو له خوا په لسګونو نورو ورته قضيو ته په پام سره تر پښو لاندې کېږي، نو د حکومت د رسنيو د ارزونې او سرغړونې کمېسيون امر کړى، چې ټول شنونکي، کارپوهان او خبريالان دې له دوی سره بحثونو کې له ګډون او هر ډول همکارۍ څخه ډډه وکړي او همدارنګه په عامه ځایونو کې د دې رسنیو لپاره د خپرونو د اسانتیاوو برابرول منع دي.

د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند وايي، هیله ده چې د افغانستان متدین خلک د خپل ایماني او ملي مسوولیت په بنسټ د افغانستان انټرنېشنل راډیو او ټلویزیون څخه بایکاټ وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .