کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بدخشان ولایت څخه سیمه ییزه سرچینو نن چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه ویلي: دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۴۰ بجې د فیض آباد ښار د دریمې ناحیې اړوند د «بول جوزون» په سیمه کې شوې ده.
د خپرو شویو راپورونو پر اساس د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې امنیتي ځواکونو اوس مهال سیمه د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
تر اوسه د دغه چاودنې د څرګندوالي او احتمالي تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
که څه هم ځینو غیرو باوري سرچینو ویلي، چې دغه چاودنه فیض آباد ښار کې د امنیتي ځواکونو د کاروان منځ کې شوې چې له امله یې ۶ جسده او ۱۴ ټپیان د دغه ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
بدخشان کې د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح الله امیري د چاودنې پخلی کړی دی او ویلي یې دي، چې جزیات به وروسته شریک شي.
د پیغام پای/
Your Comment