AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹ ۱۴:۱۰
Journalist ID: 5513
News ID: 85470215
T T
۰ Persons
د قران کریم لومړنی نندارتون د سرپرست دولت د چاروکو په حضور کې پای ته ورسېد

کابل- ایرنا- د قران کریم لومړنی نندارتون د افغانستان د سرپرست دولت د چارواکو، قراني څېرو، فرهنګپالو او د کابل ښاریانو په ګڼه ګوڼه کې پای ته ورسېده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د قران کریم اته ورځنی لومړنی نندارتون سه شنبې د غوايي ۱۸ مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست خلیل الرحمان حقاني، مطرح نړیوالو او ملي قراني څېرو، فرهنګپالو، ورزش کارانو، پوهنتون د استادانو او د کابل ښار د نورو وګړو په حضور کې پای ته ورسېده.

دغه مراسم چې د افغانستان د قومونو او مذهبونو تر منځ یې د یووالي یوه بله رڼا انځوریزه کړې وه چې له د قراني ډلو د ستاینې سره مل وو.

خلیل الرحمان حقاني له ترسره شویو فعالیتونو په ستاینې سره په ځانګړې توګه د ایرانی قاریانو شتون په دغه نندارتون کې وستایه.

په دې اتو ورځو کې سترو دیني او ټولنیزو شخصیتونو، لوړ پوړو دولتي چارواکو، په کابل کې د مېشتو بهرنیو هېوادونو استازو او د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال او څه باندې دوه زره ځوان ورزشکارانو او د سپورت مینه والو کورنیو او بهرنیو اتباعو ګډون او له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان د شیعه علماو د شورا مشر آیت الله صالحی مدرس د اسلامی ثقافت او تمدن د پراختیا په لاره کې د دغه نندارتون د جوړېدو ستاینه وکړه.

آيت الله سيد محسن حجت د نندارتون د نندارچيانو اثار د قدر وړ وبلل او د نندارتون د غونډې عظمت يې د ستاينې وړ وباله.

د ایران اسلامی جمهوریت د لوی سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی له دغه نندارتون څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل: څومره چې له قرآن سره آشنا کېږۍ په هماغه اندازه به په ټولنه کې ټولنیزې ناخوالې او ضررونه کم شي.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور د نندارتونونو اثار او د نندارتون پروګرامونه ارزښتناک وبلل او د دا ډول نندارتونونو د لا زیاتې او دایمي جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان په لومړی ملی قرآنی نندارتون کې د قرآنی اثارو، قرآنی نقاشیو او خطاطۍ په شمول ۲۵ قرآنی نسخې نندارې ته وړاندې شوې چې د کورنیو او بهرنیو سفارتونو له تود هرکلی سره مخ شول.

د کابل ښار د نجونو لپاره د دوه زره کسانو لمانځل د دغه نندارتون یو له ځانګړو پروګرامونو څخه وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .