AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹ ۱۴:۰۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85470197
T T
۰ Persons
په رفح ښار بمبار ښکاره جنګي جنایت دی او موږ یې په کلکه غندو

کابل- ایرنا- د افغانستان سرپرست دولت د یوې اعلامیې په خبرولو سره د غزې په سویل رفح ښار کې د صهیونیستي رژیم هوايي بریدونه جنګي جنایات بللي او هغه یې په کلکه رد کړي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت نن چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: رفح د غزې په سویل کې وروستی ښار دی، چې د تېرو شپږ میاشتنیو جګړو او بمباریو له امله د غزې له شمال، مرکز او خان یونس څخه ۱.۴ میلیونه مسلمانان ور کډه شوي او په بدو شرایطو کې ژوند کوي.

په اعلاميه کې راغلي، د رفح خلک په وېره کې ژوند کوي، د صهيونېسټ رژيم يرغلګرو ځواکونو يو ځل بيا د ټولو نړيوالو اصولو خلاف ستر جنايت ترسره کړ او په خپلو بې رحمانه بمباريو سره يې د فلسطين بې ګناه مسلمانان په نښه کړل، دا يو جنګي جنايت بلل کېږي او موږ یې غندو.

اعلاميه کې له اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غوښتل شوي چې د دغې غميزې د مخنيوي او د غزې مسلمانانو ته د خوراکي توکو، درملو او بشري مرستو د رسولو لپاره له هرې ممکنې لارې هڅې وکړي.

بیانیه کې زیاته شوې: له بده مرغه سیمه ایز او نړیوال حکومتونه په غزه کې د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې په مخنیوي نه دي توانېدلي او په دې برخه کې د موثرو اقداماتو نشتوالي له امله صهیونیسټ رژیم یو ځل بیا د حماس د سولې وړاندیز رد کړی دی او د فلسطین او غزې د مظلومو مسلمانانو په خاوره وحشیانه بمبارۍ او اشغال ته یې دوام ورکړی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .