کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:بدخشان کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتو ن د دغه ولایت د چارواکو په حضور کې پرانستل شو، چې درې ورځې به دوام ولري.
د خبرپاڼې پر اساس د دغه نندارتون له پرانستلو موخه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو غوړېدا، بازار موندنه، د ملي صنعت ترویج، د داخلي توکو اخیستو لپاره د خلکو هڅول، د پانګې جلب و جذب، د پانګوالو تر منځ د سوداګړۍ د غوړېدا انګېزې را منځ ته کول او په ټول کې د هېواد اقتصادي پراختیا ده.
خبرپاڼه کې زیاته شوې: په دغه نندارتون کې صنعت کارانو خپل محصولات په ۱۱۰ غرفو کې چې ۶۰ یې د مېرمنو او ۵۰ یې د نارینه وو لپاره د ټکنالوژۍ، درملو، وینځونکو توکو، خوراکي توکو، قیمتي او نیمه قېمتي ډبرو، لاسي صنایعو او ټولو وطني محصولاتو لپاره په د غوايي میاشتې له (۱۸-۲۰) نېټې پورې د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment