AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹ ۱۰:۲۸
Journalist ID: 5513
News ID: 85469800
T T
۰ Persons
نړیوالو ناستو کې زموږ د استازو ګډون له نړۍ سره د افغانستان د مثبت تعامل نښه ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې زموږ د استازو ګډون، د بریالي سیاست او له نړۍ سره د افغانستان د مثبت تعامل نښه ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې پروان ولایت کې د خلکو یوې غونډې ته د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وینا ټکي خپاره کړي دي.

د دولت سیاسي مرستیال ویلي: د اسلامي امارت په بریا سره د هېواد د آبادۍ او بیارغونې تر څنګ په سیاسي برخه کې هم د نظام پرمختګ ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او چارواکي شپه ورځ د خلکو د هوساینې او هېواد د روښانه راتلونکې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت په کابو درې کلونو کې وکولی شوای چې له بهرنیو مرستو پرته د نظام لګښتونه له کورنیو عوایدو پوره او په هېواد کې لویې بنسټیزې پروژې پیل کړي.

سیاسي مرستیال د امریکا او ناټو پر وړاندې د جهاد بریا د افغانانو د یووالي پایله وبلله څرګنده یې کړه: لکه څنګه چې جهاد یو ګډو مسوولیت وو، نو اوسنی نظام هم د ټولو خلکو ګډ دی.

مولوي عبدالکبير د نظام ساتنه د دولت او خلکو ګډه دنده وبلله او تېرو حکومتونو ته په اشارې سره يې وويل: که پخوانيو واکمنو اسلامي نظام حاکم او شرعي قانون يې په بشپړه توګه نافذ کړى واى، نو د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره به د افغانانو د دومره قربانیو اړتیا نه وه.

هغه له ګاونډیو او نړۍ سره د سرپرست دولت اقتصادي اړیکې د نظام د سالمې پالیسۍ پایله وبلله ویې ویل: د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان د استازو ګډون له نړۍ سره د افغانستان د بریالۍ تګلارې او مثبت تعامل څرګندونه کوي.

د سرپرست دولت سیاسي مرستیال دې ته په اشارې سره چې اسلامي امارت د پروان په خلکو پوره باور لري، د دغه ولایت علماوو او قومي مخورو ته په خطاب کې زیاته کړه: د تېر حکومت هغو چارواکو او مسوولینو ته چې په بهر کې مېشت دي ډاډ ورکړی، چې هېواد ته راستانه او په عزت سره ژوند وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .