کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې د تاتارستان جمهوریت د نفتو او ګازو شرکتونو له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره د دغه وزارت د سرپرست شهاب الدین دلاور د لیدو خبر ورکړی دی.
د تاتارستان پانګوالو د خپلې کاري مخینې او د نفت او ګازو د استخراج او پروسس په برخه کې د تجربو په اړه معلومات ورکړل زیاته یې کړه: خوښ یو چې په افغانستان کې یو منظم سیستم او بشپړ امنیت دی او د پانګونې لپاره وړ زمینه برابره شوې ده.
هغوی و ویل دوی په پام کې لري، چې افغانستان کې د نفتي او ګازي سرچینو د سروې، اکتشاف او استخرام په برخه کې پانګونه وکړي، او لېواله دی، چې د افغانستان ته راشي او د کانونو او پټرولیم وزارت په همکارۍ د نفت او ګازو د پروسس برخه کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په هېواد کې پر نفتي او ګازي سرچینو د هغوی له خوا د پانګونې او په دې برخه کې د نیولو تصمیمونو او پلانونو هرکلی وکړ.
دلاور زیاته کړه: له نېکه مرغه افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نفتو او ګازو پراخې زېرمې لري او د هرات د نفتو او ګازو بلاکونه د اعلانېدو په حال کې دي، نو د تاتارستان سوداګر چې دوستان او مسلمان دي هم کولای شي د هېواد د نفتو او ګازو په زېرمو پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې د پانګونې د اسانتیا په موخه له اړوندو قوانینو سره سم هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د ایرنا د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکا د نیواک له ختمېدو او په دغه هېواد کې د سرپرست دولت او امنیت له رامنځته کېدو سره پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د پیغام پای/
Your Comment