کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني نن سه شنبې د غوايي ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې برېښنا شرکت په تېر یوه کار کې له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او کورنیو تولیدي برېښنا د شرکتونو پورونه ورکړل.
رحماني څرګنده کړه: برېښنا شرکت اوزبیکستان ته ۸۶.۹ میلیونه ډالره، تاجیکستان ته ۶۶.۱ میلیونه، ترکمنستان ته ۳۶.۸میلیونه، ایران ته ۳۷.۷میلیونه امریکايي ډالره او دغه راز د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۴۳۲.۹ میلیونه افغانۍ او ۱۷.۲ میلیونه امریکايي ډالره د برېښنا پیسې ورکړل شوي دي.
برېښنا شرکت اجرائیوي رییس و ویل: په تېر یوه کال کې، د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا ۱۰۴ تړونونه لاسلیک شوي او د یو میلیارد ۱۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اجناسو ۲۶ پروژې او د ۶۵.۸میلیون افغانیو په لګښت ۹ ساختماني پروژې پلي شوي دي.
د پيغام پای/
Your Comment