د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د فلسطین د اسلامي مقاومت خوځښت یا حماس مرستیال رییس خلیل الحیه له الجزیرې سره په خبرو کې د اوربند په اړه د وړاندیز شوي توافق جزئیات په ډاکه کړل ویې ویل: هغه وړاندیز چې قطر او مصر موږ دی وړاندې کړی درې پړاویز دی، چې په کې له غزې څخه د صهیونیستانو د ټولو نظامیانو وتل، د کډوالو بېرته ستنېدل او د بندیانو تبادله شامله ده.
الحیا دې ته په اشارې سره چې د بندیانو تبادله به په دریو پړاوونو کې ترسره شي زیاته کړه: دا پلان د تطبیق په پړاوونو پورې اړه لري، په دویمه مرحله کې به د پوځي او دښمنانه عملیاتو بندول په دایمي توګه اعلان شي.
هغه د دې په بیانولو سره چې توپ اوس د اسرائیلو په میدان دی وویل: په دغه تړون کې د اوربند، د کډوالو د راستنېدو، د مرستو د برابرولو او د بندیانو د تبادلې په اړه د جدي موافقې هدفونه ترلاسه شوي دي.
د حماس دغه چارواکی په دې خبرې ټینګار سره چې د لومړی پړاو په لومړۍ ورځ باید ټولې خواوې د پوځی عملیاتو د موقتی تعلیق پابند وي څرګنده یې کړه چې د کډوالو په راستنېدو به هېڅ ډول محدودیت نه وي او دغه موضوع په توافق کې په څرګنده توګه مطرح شوې ده.
الحیا په دوام وویل: اسرائیل به د موافقې په لومړی پړاو کې د غزې په د ننه کې له ګاونډیو سیمو څخه وځي، البته، موږ تر هغه وخته امتیازات ورکړي، چې د دې لیوني جګړې د بندولو لاره پرانیستل شي او د بندیانو حقیقي تبادله وشي.
هغه دې ته په اشارې سره چې د اسرائيلو د موافقې لپاره لا تر اوسه وخت نه دی ټاکل شوی، وويل: موږ د دغې طرحې د موافقې لپاره د اسرائيلو ځواب ته منتظر يو.
د غاصب صهيونېسټ رژيم جنګي کابينې د حماس د اوربند له موافقې سره مخالفت څرګند کړی او په رفح باندې يې چې د ملکي وګړو تر ټولو ګڼ مېشته سيمه ده، پوځي بريدونه پيل کړي دي.
د پیغام پای/
Your Comment