AP ۱۴۰۳ غویی ۱۷ ۱۳:۳۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85467550
T T
۰ Persons
غور کې د سېلابونو له امله له زرو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې دي

کابل- ایرنا- د افغانسنتان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، غور ولایت کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله له زر څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې او په باراني فضا کې ژوند کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت نن دوشنبې د غوايي ۱۷ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره غور ولایت کې د سېلابونو له امله خلکو ته د زیات مالي زیان اوښتو خبر ورکړی دی.

د غور ولایت د کډوالو آمریت د معلوماتو پر اساس په بالامرغاب ولسوالس کې ۵۶۲ کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

دغه راز د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې بیا ویلي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۳۰۳ نور کورونه په قسمي ډول زیانمن شوي او بیارغولو ته اړتیا لري.

د د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، هغه کرنيزې ځمکې، د برېښنا مزي، ونې او باغونه چې د سېلاب په لاره کې وو له منځه تللي، د يادې ولسوالۍ د کليو تر منځ مواصلاتي لارې تړل شوې وې، که لارې پرانېستل شي او پېښه په دقیقه توګه وڅېړل شي، کېدای شي د زیانونو شمیر زیات شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .