هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ترکمنستان سوداګریز او اقتصادي پلاوي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن دوشنبې د غوايي ۱۷ مه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ډبرو د استخراج او پروسس له څو کارخانو لیدنه وکړه.
د ترکمنستاني پلاوي مشر د مرمرو او رخام ډبرو له فابريکې څخه ليدنه او له صنعتکارانو سره يې خبرې وکړې او د هرات په صنعتي ښارګوټي کې يې د زينتي ډبرو د استخراج او پروسس پروسه بې ساري وبلله او له دغو فابريکو سره يې د تړون لاسليکولو ته چمتووالى اعلان کړ.
د ایرنا خبري آژانس د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ډبرو د استخراج او پروسس ۴۰ فابریکې فعالې دي، چې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ خپل تولیدات ایران، سعودي عربستان او استرالیا ته هم صادروي.
د پیغام پای/
Your Comment