کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه د سره صليب د ساحوي دفتر رئیس سره د دغه ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د ځينو رغنيزو پروژو د پيل او د اوبو د کانالونو او استنادي ديوالونو په جوړولو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د سره صليب د ساحوي دفتر مشر وويل: په رغنيزو پلانونو کې د استنادي ديوالونو جوړول او د اوبو د کانالونو پاکول، د پیسو په بدل کې کار به د پنجشېر ولایت په ځينو ولسواليو ډېر ژر پیل شي.
د پنجشير والي هم په دغه ولايت کې د سره صليب د ټولګټو رغنيزې پروژو هرکلى وکړ او د پنجشير دبنسټيزو تاسيساتو په پراختيا کې يې ګټورې وبللې ټينګار يې وکړ چې د پنجشير ولايت سيمه ييزه اداره به په دې برخه کې همکاري وکړي .
د پیغام پای/
Your Comment