AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶ ۱۲:۱۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85466424
T T
۰ Persons
پر قران عمل اسلامي یووالی رامنځ ته کوي او له قران سره مینه د ټولنې ناخوالې له منځه وړي

کابل- ایرنا- کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال د افغانستان د قرآن کریم د ملي نندارتون څخه د لیدنې پر مهال و ویل: پر قران کریم عمل د اسلامي ټولنو یووالی زیاتوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ كابل كې د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي پرون ماښام په كابل كې د قرآن كريم له لومړني او ستر ملي نندارتون څخه ليدنه وكړه.

د ایران اسلامی جمهوریت دغه چارواکي د یاد نندارتون له مختلفو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل: څومره چې له قرآن کریم سره آشنا شۍ، په هماغه اندازه به په ټولنه کې ګډوډۍ او ټولنیز ضررونه کم شي.

د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال وویل: په قرآن کریم عمل کول په اسلامی ټولنو کې لا زیات وحدت رامنځته کولی شي.

مرتضوي دغه راز هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې به د قران کریم مبارک نندارتونونه دوام ولري.

د ایرنا د خبر له مخې، د قرآن کریم لومړی ستر ملي نندارتون د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سرپرست دولت د ریاست الوزرا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د قومونو او قبایلو د وزارت د رسول الله (ص) بنسټ او د کابل ښاروالۍ په همکارۍ ترسره شو. 

دغه نندارتون د غوايي میاشتې له ۱۲ مې په دارالامان ماڼۍ کې د «افغاني ټولنه، قرآن پوهنې» تر شعار لاندې په لاره اچول شوی او د کتابونو، قرآني اثارو، د قران کريم کتابت او اړونده نورو مسایلو ۲۵ غرفې په کې پرانستل شوې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .