کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند عبدالقهار بخلي نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي:
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د ګامبیا په پلازمېنه بنجول کې د اسلامي همکاریو د سازمان په پنځلسمه سرمشریزه کې ګډون وکړ.
بلخي لیکلي: د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب د اسلامي همکاریو د سازمان په رسمي بلنه په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د نړیوالو سازمانونو رئیسانو ګډون کړی و.
د بلخي په وینا، د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې پر ګډون سربېره د اسلامي همکاریو سازمان له لوړپوړو چارواکو او د غړو هېوادونو له استازو سره پر دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو هم خبرې وکړي.
د اېرنا د خبر له مخې، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د مشرانو پنځلسمه غونډه به د مۍ په څلورمه او پنځمه نېټه د ګامبیا په پلازمېنه بنجول کې د هېوادونو د مشرانو او د بهرنیو چارو د وزیرانو په شتون سره جوړه شي.
د پیغام پای/
Your Comment