AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶ ۹:۵۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85466005
T T
۰ Persons
مجاهد: د بدخشان د خلکو د لاریون د څېړنې لپاره پلاوی لېږل شوی دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند په بدخشان ولایت کې د خلکو د لاریونونو د څېړلو لپاره د لوی درستیز په مشرۍ د یوه پلاوي د تګ خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې د غوايي ۱۶مه په خپل ټویټر خبرپاڼه کې لیکلي: په بدخشان کې د کوکنارو د اړولو بهیر او په پایله کې د رامنځته شویو ستونزو د څېړلو لپاره پلاوی دغه ولایت ته لېږل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د مشرتابه د فرمان له مخې چې د کوکنارو د کښت او قاچاق د له منځه وړلو په مقصد صادر شوى دى؛ په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت مخه نيول کېږي.

په خبرپانه کې راغلي دي چې د بدخشان ولايت په ځينو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي او د دغې انساني ضد پديدې او د قاچاق د مخنيوي په خاطر يې د له منځه وړلو بهير پيل شوى دى او هېڅ سيمه له دغه حکم څخه مستثنا نه ده.

مجاهد لیکلي: له بده مرغه ځینې جنایتکارانو پر امنیتي ځواکونو چې د کوکنارو پر اړولو بوخت وو یرغل وروړی دی، له بده مرغه ناوړه پېښه رامنځ ته شوې ده.

د سرپرست دولت وياند زياته کړه: د دغو پېښو د دقيقې څېړنې په موخه د ریاست الوزرا له لوري د پوځ د مشر قاري فصيح الدين فطرت په مشرۍ چې په ترکیب کې یې د يادې ادارې د فرمانونو او احکامو د څارنې عمومي رئيس مولوي صاحب شمس الدين شريعت د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق، د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال ملا رحمت الله نجیب او د بدخشان د علماوو شورا رییس مولوي عبدالمومن شامل دي پلاوی بدخشان ته لېږل شوی دی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: دغې پلاوي ته دنده سپارل شوې ده چې پيښه له هر اړخه وڅېړي او بشپړ رپوټ دې وزارت ته وسپاري.

د ایرنا د خبر له مخې د بدخشان ولایت یو شمیر اوسېدونکو په تېرو دوو ورځو کې د امنیتی ځواکونو له خوا د یو بزګر د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه پیل کړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .