کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال دفتر شنبې د غوايي ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې د مخکني دولت د دولسي جرګې د مرستیال او د ننګرهار د خلکو له استازي عبدالظاهر قدیر سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې غونډه کې مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د خلکو د عزت او ناموس د ساتنې مسوولیت لري او د ټولو افغانان ژوند په هېواد کې خوندي دی.
په ورته وخت کې ظاهر قدیر هم په هېواد کې د امنیت د تامین له امله ستاینه وکړه ویې ویل: اوس په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مثبت پرمختګونه شوي او خلک ترې خوښ دي.
د پیغام پای/
Your Comment