کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر نن شنبې د غوايي ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کابل – سروبي سړک پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.
خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند پرون د کابل – سروبي د سړک له «لته بند» څخه ليدنه وکړه.
د ایرنا آژانس د خبر له مخې له ملا برادر سره په دغه سفر کې د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي ملا امین الله عبید، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند (حاجي ګل محمد) او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ملتیا کوله.
خبرپاڼه زیاتوي، د ټولګټو چارو وزارت په پام کې لري چې د کابل- سروبي سړک پاتې چارې د «لته بند» له لارې پيل او په ټاکلې موده کې يې بشپړې کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې د لته بند سړک بشپړېدل د سوداګریزو ترانزیت لپاره کومې ګټې لري؟
د اقتصادي چارو کارپوه «تاج محمد تلاش» نن شنبې د غوايي ۱۵ مه په دې تړاو د ایرنا خبري آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل: د لته بند سړک یو له هغو مهمو سړکونو څخه دی چې زیاته ګڼه ګوڼه نه لري، دا اسانه ده، او توکي په لوی مقدار کې لیږدول کیږي.
د اقتصادي چارو دغه کارپوه د لته بند سړک خوندي وباله ويې ويل: که د دغه سړک پاتې کارونه په سمه توګه ترسره شي، دا به د افغانستان له دوو لويو لارو څخه وګڼل شي او له اقتصادي ترانزيت څخه به برخمن شي.
تالاش څرګنده کړه، چې د دغه سړک په بشپړېدو سره به د افغانستان د ختيځ، مرکز او لوېديځ ترمنځ سوداګري وده وکړي، چې د هېواد د اقتصاد لپاره ډېر مهم بلل کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment