AP ۱۴۰۳ غویی ۱۵ ۱۳:۰۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85465545
T T
۰ Persons
د ځوانانو د وړتیا لوړو په موخه بغلان کې برېښنايي کتابتون پرانستل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست بغلان ولایت کې د یوه برېښنايي کتابتون د پرانستل کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو نن شنبې د غوايي ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین د اکټېډ موسسې په مالي همکارۍ سره د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په موخه په بغلان ولایت کې یو برېښنايي یا ډیجیټلي کتابتون پرانست.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد و ویل: دا پروګرام د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او علمي سرچینو ته د لاسرسي په موخه د ټکنالوژۍ څخه د استفادې په برخه کې د ځوانانو چارو معینت له خوا د یوې ازموینې په توګه په لاره اچول شوی، چې د هېواد ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته به وغځول شي او ښې پایلې به ولري.

نوموړي زیاته کړه: په اوسنيو شرايطو کې اړينه ده چې ځوانان د ټکنالوژۍ په برخه کې ښه وړتيا ولري او د نړۍ له نورو هېوادونو سره سيالي وکړي.

په ورته وخت کې د اکتد انسټیټیوټ د ځوانانو د پراختیا پروژې مسوول شهیر امیني وویل: د ټکنالوژۍ په برخه کې د دې پروژې موخه د بغلان په مرکزي، پلخمري او ډنډغوري کې د ځوانانو د ظرفیتونو لوړول او ۱۲۰ تنه ځوانان خلک به د پروژې تر پوښښ لاندې راشي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د چارواکو په وينا په ډيجيټل کتابتون کې په زرګونو ټوکه ديني او عصري کتابونه په بېلابېلو ژبو ځاى پرځاى شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .