AP ۱۴۰۳ غویی ۱۵ ۱۱:۵۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85465411
T T
۰ Persons
یوناما په افغانستان کې یو میلیون تعلیمي او ټولنیز ټولګي جوړوي

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشرې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو میلیون ښوونیزو ټولګیو د جوړولو په اړه د دغه سازمان پرېکړې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د لوګر سیمه ییزو چارواکو د جمعې په شپه د غوايي ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه ولایت والي ضیاءالرحمن مدني په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ د دفتر له مشرې روزا اوتونبایوا سره وکتل. 

د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د يوناما مشرې په افغانستان کې د پوهنې، روغتيايي خدمتونو او د اقليمي بدلون په اړه خبرې وکړې ويې ويل: يوناما هڅه کوي د افغانستان په تېره بيا په کمو پرمختللو ولايتونو کې نږدې يو ميليون ښوونيز او ټولنيز جوړ او پراختيا ورکړي.

د لوګر والي ضیاءالرحمن مدني هم په دې کتنه کې وویل: اسلامي امارت د واک له لومړۍ ورځې راهیسې د خلکو د تعلیمي، روغتیايي او نورو ستونزو د حل او د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي. 

مدنی زیاته کړه: د افغانانو د ستونزو اساس هغه تپل شوې جګړې وې چې زبرځواکونو په څو پړاوونو کې پر افغانانو تپلې وې او زموږ خلک یې له روغتیا، پوهنې او نورو ټولنیزو خدمتونو بې برخې کړل.

نوموړي د دې په ټینګار سره چې نړۍ له اسلامي امارت سره په چلند کې بې انصافي کوي، د یوناما د دفتر له مشرې وغوښتل چې د افغانستان کره واقعیتونه له نړۍ سره شریک کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .